د امريکا د بهرنيو چارو وزير مایک پومپیو وایي دا خواشينوونکې او خطرناکه ده چې د جان بولټن وروستۍ دنده د يو خاين ده چې د امريکا د خلکو د باور په له منځه وړلو سره هېواد ته زيان رسوي. مايک پومپيو د جان بولټن د خپريدونکي کتاب عنوان ته په اشارې سره ویلي، چې د جان بولټن کتاب يې نه دی لوستی خو ځینې برخې یې چې خپرې شوي معلومیږي چې ټول دروغ دي. پومپيو ویلي، دا خواشينوونکې او خطرناکه ده چې د جان بولټن وروستۍ دنده د خاين ده چې د امريکا د خلکو د مقدس باور په نقض کولو سره امريکا ته زيان رسوي. پومپيو همدا راز ویلي، ټول په دې پوهیږي، چې ټرمپ په امريکا کې د نيکمرغۍ قوه ده.
































