ملګرو ملتونو د افغانستان او اوکراین په شان هیوادونو کې مېرمنو او نجونو ته د صحي خدماتو د وړاندې کېدو په موخه د ۱.۲ میلیارد ډالرو غوښتنه کړې ده. د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق وایي، غواړي په دې پیسو سره د افغانستان سوریې او یمن په ګډون د نړۍ په ۶۵ هېوادونو کې له مېرمنو سره مرسته وکړي. دا رقم په داسې حال کې غوښتل کیږي چې د ملګرو ملتونو ادارو د روانې میاشتې په پیل کې د ۲۰۲۳ کال لپاره، له ۲۳۰ میلیونو کسانو سره د بشري مرستو په هدف د ۵۱.۵ میلیاردو ډالرو غوښتنه وکړه. د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق زیاته کړې چې افغانستان، سوریه، اوکراین، یمن، سومالیا، سوډان، د کانګو جمهوريت او ایتوپیا هغه اته هېوادونه دي چې د لست په سر کې ځای لري.
































