بريټانيا له غير قانوني کډواليو سره د مبارزې نوې ستراتيژي اعلان کړې ده. رويټرز په يوه راپور کې ويلي چې له غير قانوني کډوالو سره د بريټانيا د مبارزې نوې پنځه مياشتنۍ ستراتيژي پرون د لومړي وزير ريشي سوناک له لوري پارلمان ته وړاندې شوه. د سوناک د نوي ستراتيژۍ پر بنسټ به هغه کسان چې په غير قانوني ډول د بريټانيا حدودو ته ور ننوځي، نيول کيږي او له ځنډ پرته به يا خپلو هېوادونو او يا يوه درېيمګړي هېواد ته چې سر يې پکې خوندي وي استول کيږي. دغه راز د بريټانيا د پولو د ساتنې او څارنې لپاره يوه نوې اداره رامنځته کيږي او ورغلي کډوال به هم د هوټلونو پر ځای په پارکونو، ليليو او نظامي کمپونو کې استوګن کيږي. د بريټانيا لومړی وزير وايي چې د غير قانوني کډوالو د ايستلو لړۍ به له البانيايي کډوالو پيل کړي او په راتلو څو مياشتو کې به زرګونه البانيايان له بريټانيې و ايستل شي.
































