د امريکا عدليې وزارت دوو امريکايانو او پنځو روسانو ته له دې کبله دوسيې جوړې کړې دي چې ويل کيږي روسيې ته يې د سنايپرونو مرمۍ او د برېښنايي وسلو پرزې قاچاق کولې. دوی د سرنيا انجنيرينګ او سرټال په نوم د دوو روسي کمپنيو په چوکاټ کې فعاليت کاوه چې دواړې د امريکا د بنديزونو په لېست کې دي. د امريکا د عدليې وزارت ويلي چې يادو دوو کمپنيو د روسي استخباراتو په لارښوونه فعاليت کاوه او هڅه يې کوله چې د روسي پوځ صنعتي برخې ته پرمختللي برېښنايي وسايل او تجهيزات ومومي. سرچينه وايي چې په دغو غير قانوني فعاليتونو کې څلور تنه نور هم ښکېل دي چې د نيولو هڅې يې روانې دي.
































