د بې پولې خبريالانو ټولنې ويلي چې ۲۰۲۲ د خبريالانو لپاره په ريکارډ کچه ناوړه کال و. د بې پولې خبريالانو ټولنه چې مرکز يې د فرانسې په پلازمينه پاريس کې دی په يوه راپور کې وايي چې روان کال د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې ۵۳۳ خبريالان بنديان شوي چې په دومره شمېر د خبريالانو بندي کېدو تر دې وړاندې ساری نه درلود. تېر کال په ټوله نړۍ کې ۴۸۸ خبريالان بنديان شوي وو. د بې پولې خبريالانو په راپور کې روان کال د وژل شويو خبريالانو شمېر هم بې ساري بلل شوی او ويل شوي چې په ۲۰۲۲ کال کې په ټوله نړۍ کې ۵۷ خبريالان وژل شوي دي. په ۲۰۲۱ کال کې ۵۰ او په ۲۰۲۰ کال کې بيا ۴۸ خبريالان وژل شوي وو. د بې پولې خبريالانو ټولنه وايي، د وژل شويو خبريالانو ۸۰ سلنه د دندې پر مهال او په ځانګړي ډول د اداري فساد او سازمان شويو جرمونو په تړاو د راپورونو د جوړولو په وخت کې په قصدي توګه وژل شوي دي.
































