د کابل ولایت په پغمان ولسوالۍ کې د مقناطسي ماین چاودنې له امله د یوې ښځې په ګډون دوه کسان وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي. د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز وايي، چې دغه چاودنه نن له غرمې وروسته د پغمان ولسوالۍ په عینو په سیمه کې رامنځته شوې ده. نوموړی وايي، چې په دې چاودنه کې د یوې ښځې په ګډون دوه کسان وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي. خو روغتیايي سرچینې وایي چې له یادې چاودنې دوه جسدونه او اووه ټپیان روغتونونو ته انتقال شوي دي.
































