د افغانستان لپاره د امریکا د پخوانیو سفیرانو یوې ډلې په یوه لیک کې د امریکا له قانون جوړوونکو غوښتي چې د تازه ورغلو افغانانو د مېشتېدو طرحه باید د امریکا د راتلونکي کال په بودجه کې شامله شي. دا لیک چې د افغانانو د تخلیې د پروګرام د بنسټ ایښودونکي شان وینډیور او د متحده ایالاتو پخواني سفیر فل کاسنیټ لخوا چمتو شوی، د افغانستان د کارپوهانو پیغام دی چې د افغانانو په وړاندې د امریکا د ژمنو د پر ځای کولو لپاره په عمومي بودجه کې د دې طرحې شاملول اړین ګڼي. له دې وړاندې، د امریکا د کانګرس د مشرانو جرګې غړې جین شهین او یو شمېر نورو امریکايي قانون جوړونکو هم له دغه پلان څخه خپل ملاتړ اعلان کړی و. امریکا ته د نویو ورغلو افغانانو د پروسس او بیا مېشتېدنې طرح د لنډمهاله بشردوستانه اوسېدنې له مخې امریکا ته ورغلیو افغانانو ته د دې حق ورکوي چې له اضافي مراحلو پرته، په امریکا کې د دایمي استوګنې یا ګرین کارت غوښتنه وکړي.
































