د ا.ا د بهرنیو چارو سرپرست وزیر وایي هېواد به نور د لویو قوتونو د مقابلو او سياليو ډګر نه وي، بلکې دلته به ټولې سیالۍ پر ملي ګټو او دوه اړخیزو اړیکو ولاړې وي. مولوي امیر خان متقي دا څرګندونې پرون د بهرنیو چارو وزارت يو کلن فعالیتونه او لاسته راوړنې کتاب د مخکتنې په غونډه کې وکړې. نوموړی وايي، له نړۍ سره به د افغانستان اړیکې پر دوه اړخیزو اړیکو او ملي ګټو ولاړې وي، داسې چې د اسلام دین له اصولو سره په ټکر کې نه وي. هغه زیاته کړه، افغانستان هغه مهال له ستونزو خلاصېدای شي چې په کور دننه اختلافات پای ته ورسېږي او هم له نړۍ سره له ټكره را ووځي. د متقي په خبره، د بهرنیو چارو وزارت چې په تېرو ۱۶ میاشتو کې په نړۍ کې څومره د افغانستان استازولي کړې ده بیا شاتګ ته نه دی اړ شوی. د ده په وینا اوس مهال باید په هېواد کې داسې سیاست پرمخ يووړل شي چې نور افغانستان د علم اقتصاد اتصال او ترانزېټ مركز شي.
































