د بريټانيا دفاع وزارت اعلان کړی، چې په افغانستان کې د خپلو پوځيانو له خوا د ناقانونه وژنو د ادعاوو په اړه خپلواکه پلټنه پیلوي. د بریټانیا دفاع وزارت وايي، دا نوې پلټنه به د راتلونکي کال په پیل کې د لوړپوړي قاضي چارلس هاډون کیو په مشرۍ پیل شي او د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۳ کلونو تر منځ د غیرقانوني کړنو په اړه به څېړنه کوي. سرچینې زیاته کړې، ګومارل شوی پلټونکی به د ځواکونو د چلند په اړه راپورته شویو اندېښنو ته د دفاع وزارت غبرګون څېړي او دا چې په راتلونکي کې ورڅخه څه زده کړه کېدای شي. د بریتانیې د دفاع وزیر بن والیس ویلي، چې وزارت یې د جدي سرغړونو په اړه په وروستیو کلونو کې یو لړ بدلونونه عملي کړي دي چې پکې کې د دفاع وزارت د جدي جرمونو د څانګې جوړېدل هم شامل دي. د بریټانیا د قوانینو له مخې، که د پوځ کوم افسر په خپلو لیکو کې داسې پېښه وویني چې د جنګي جنایت شک پرې کیږي او په اړه یې نظامي پولیسو ته راپور ورنکړي نو دا په خپله جنګي جنایت ګڼل کیږي. د بریټانیا دفاع وزارت ویلي، په افغانستان کې د بریټانوي ځواکونو د چلند په اړه په پخوانیو پلټنو کې داسې کافي شواهد نه دي موندل شي چې دغه ځواکونه تورن کړي.
































