د هند په بیهار ایالت کې د زهرجنو شرابو څښلو له کبله ۳۱ کسان مړه شوي او ۲۰ تنه نور په روغتونونو کې بستري شوي چې یو شمېر یې په سترګو ړانده شوي دي. مړه شوي ټول کسان د دوو ځایي کلیو اوسېدونکي دي. راپورونو کې ویل شوي، چې د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو له دې ډلې ځینې کسان په روغتونونو کې مړه شول او ځینې نورو بیا روغتونونو ته پر لار ساه ورکړه. که څه هم د ځايي رسنیو راپورونه د مړو شویو کسانو شمېر ۳۱ تنه ښيي، خو چارواکي بیا اندېښنه ښيي چې ښايي شمېر یې تر دې زیات وي.
































