اروپايي ټولنه وايي، چې د ژمي موسم په را رسېدلو سره په افغانستان کې میلیونونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري. د دغې ټولنې د مدني ساتنې او بشري مرستو څانګې په یوه اعلامیه کې ویلي، چې پر افغانستان باندې د ط البانو د ۱۶ میاشتو حاکمیت او له دغه هېواد څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو وروسته دا هېواد د سخت بشري بحران سره مخ دی او همدا اوس په راروان ژمي کې د ډېرو افغانانو ژوند د نړیوالې ټولنې د بشري مرستو پورې تړلی دی. اروپايي ټولنې ویلي، چې اوس مهال په افغانستان کې شپږ میلیونه وګړي د قحطۍ په درشل کې ولاړ دي. په دې اعلامیه کې ویل شوي، چې په افغانستان کې په بې ساري ډول د خوراکي توکو بیې لوړې شوي او هم ډېر شمېر بزګران د وچکالۍ له امله د ډېرو ستونزو سره مخ شوي دي. د اروپايي ټولنې د معلوماتو پر اساس ډېرو اړو خلکو یو ډیر سخت کال شاته پریښی دی خو لا هم میلیونونه افغانان د ملګروملتونو او نړیوالې ټولنې مرستو ته اړتیا لري. اروپايي ټولنې د ۲۰۲۱ میلادي کال څخه راهیسې افغانستان کې د بشري ناورین د پیښیدو د مخنیوي لپاره ۸۶ میلیونو یورو مرسته کړې ده.
































