د ملګروملتونو د پراختیایي پروګرامونو ادارې په یوه نوې څېړنه کې ویلي، چې د کرونا وبا په افغانستان کې اقتصادي ودې، د سولې پر روانو هڅو او د روغتیا سکټور ته ګواښ پېښ کړی دی. په راپور کې راغلي چې د کرونا وبا له کبله افغانستان له څو اړخونو له سخت حالت سره مخ دی. دا وبا نه یوازې دا چې د افغانستان د سولې پر بهیر سخت منفي اغېز کولای شي، د دې هېواد اقتصادي وده او د روغتیا سکټور یې هم تر جدي فشار لاندې کړی دی. د ملګرو ملتونو دا راپور په نیستمنو هېوادونو کې د کرونا وبا د اوږد مهاله اغېز په اړه خپور شوی دی. په راپور کې لیکل شوي چې افغانستان په ځانګړي ډول په نازک حالت کې دی ځکه مسلکي روغتیاپالان کم دي، اکثر خلک په سخته نیستي کې ژوند تېروي او د څلوېښتو کلونو جګړې یې اقتصاد او بنیادي تاسیسات وار د مخه لا ډېر کمزوري کړي دي.
































