د ملګرو ملتونو امنیت شورا وایي، کېدای شي د ا.ا پر مشرانو، اړوندو ادارو او شرکتونو د بندیزونو د څارنې ټیم ماموریت د ۱۲نورو میاشتو لپاره وغځول شي. که څه هم اوسمهال د دې ډلې ماموریت پای ته رسېدلی، خو د کېدونکې پرېکړې پر اساس، کېدای شي د ۲۰۲۳ م کال د ډېسمبر تر ۱۷مې نېټې دوام وکړي. دې ډلې ته دنده سپارل شوې چې پر ا.ا د لګېدلو بندیزونو په اړه معلومات راټول او پر ټاکلې نېټه خپل ماموریت بشپړ کړي. د افغانستان اوسنی سرپرست حکومت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۹۸۸ او ۲۰۱۱ پرېکړه لیکونو پر بنسټ د بندیزونو په لېست کې دی. ا.ا تر اوسه په دې اړه تازه غبرګون نه دی ښودلی.
































