د کاناډا د کډوالۍ وزارت وايي چې له پاکستانه يې ۳۵۰ نور افغان کډوال هم ايستلي دي. ياد شمېر افغان کډوال پرون په يوه ځانګړې الوتنه کې له اسلام اباده کاناډا ته لېږدول شوي چې هلته به د کلګري، اوتاوا او ټورنټو په شلو بېلابېلو ټولنو کې استوګن شي. د کاناډا د کډوالۍ وزارت په خپاره کړي بيان کې ويلي چې تر دې مهاله يې له افغانستانه ۲۶ زره او ۷۳۵ افغانان چې د کاناډايي ځواکونو او ادارو پخواني همکاران او د هغوی د کورنيو غړي دي، ايستلي او د پاتې هغو د ايستلو لپاره يې هم جدي هڅې روانې دي. د کاناډا حکومت ويلي چې د ۲۰۲۳ کال تر پايه به تر ۴۰ زرو ډير افغانان کاناډا ته ولېږدوي.
































