په اسلام اباد کې افغان سفیر عاطف مشعل وایي چې روانه اوونۍ له افغانستانه پاکستان ته صادرات پیلیږي. په نړۍ کې د کرونا وبا له پیلېدو سره سم پاکستان له افغانستان سره ټولې لارې وتړلې چې ورسره صادرات او واردات هم بند شول. دا چې اوس په افغانستان کې د تازه مېوو حاصلات رسېدلي او د دغو حاصلاتو ډېره برخه پاکستان ته صادرېدل، نو افغان سوداګرو غوښتنه کوله چې پاکستان ته دې صادرات پیل شي. عاطف مشعل ویلي، چې دغه صادرات به روانه اوونۍ د جنورۍ له ۲۲مې څخه د تورخم، سپین بولدک او غلام خان بندرونو څخه پیل شي. د مشعل په وینا، دغه پرېکړه د دواړو هېوادونو د تخنیکي ټیمونو ترمنځ له ناستو او خبرو اترو وروسته شوې ده. بلخوا د ننګرهار ځایي مسوولین وایي چې د صنعت او سوداګرۍ، ګمرک، ترانسپورټ او سوداګرۍ خونې مسوولینو پر یو میکانیزم کار پیل کړی چې له مخې به یې ډېر ژر له دغه ولایت څخه کوزې پښتونخوا او پاکستان ته صادرات پیل شي.
































