د خیبر پښتونخوا په لکي مروت سیمه کې د وسله والو په یوه برید کې څلور پاکستاني پولیس وژل شوي او څلور نور ټپیان دي. دغه برید پرون د لکي مروت سیمي د نورنګ په نوم د پولیسو پر پوستې باندې شوی دی. تر دې دمه د دغه برید مسوولیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی. په دې وروستیو کې چې پاکستاني ط البانو له حکومت سره د اوربند ماتولو اعلان کړی دخیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې په امنیتي ځواکونو بریدونو بریدونه ډیر شوي دي.
































