برېښنا شرکت وايي څه باندې یو میلیارد افغانۍ پورونه يې له دولتي بنسټونو او له اویا میلیونه افغانیو ډېر پورونه يې د تېر حکومت له سياستوالو او چارواکو راټول کړي دي. د برېښنا شرکت ویاند حکمت الله میوندي وویل دولتي ادارې او تصدۍ چې پوروړې وې ۵۵۴ میلیون، ۵۹۵ زره او ۴۹۸ افغانۍ یې د افغانستان برېښنا شرکت ته سپارلي دي. د هغه په وینا تر اوسه د مالیې وزارت له لارې یو میلیارد ۱۲۹ میلیونه او ۶۹۳ زره او ۹۲۵ افغانۍ برېښنا شرکت ته سپارل شوې دي. خو نوموړي په دې اړه چې ايا د افغانستان برېښنا شرکت له دولتي ادارو او نورو پېرودونکو خپل ټول پورونه ترلاسه کړي او که لا هم پرې پاتې دي، معلومات نه دي ورکړي.
































