د جرمونو نړیواله محکمه وایي ټرمپ غواړي د عدالت مخه ونیسي او ددوی په چارو کې مداخله کوي. ددغه محکمې یوې څارنوالې فاتو بنسودا د ټرمپ تر څرګندونو وروسته په خپله لومړنۍ مرکه کې ویلي، ټرمپ هڅه کوي ددغه محکمې په قانوني کارونو کې مداخله وکړي او همدا راز د امریکایي او طالب وسله والو په جنګي جنایتونو کې د قرباني شوو کسانو د کورنیو په حق کې تېری کوي. د بنسودا په وینا دوی هڅه کوي عدالت تامین کړي او هغه جنګي جنایتونه وڅېړي چې په تېره نولس کلنه جګړه کې په افغانستان کې د امریکا په ګډون د ناټو نورو غړو هېوادونو، طالبانو او افغان پوځیانو ترسره کړي دي. خو ټرمپ له دې کار سره مخالفت کوي او په خبره یې دوی ددې محکمې غړیتوب نه لري او امریکا ځان ته قضايي ادارې لري چې جنګي جنایتونه پکې وڅېړي. د جرمونو نړیواله محکمه بیا وایي دوی به خپلو فعالیتونو ته ادامه ورکوي او په افغانستان کې به جنګي جنایتونه څېړي.
































