پاکستانۍ رسنیو ویلي، چې ټاکل شوې د پاکستان د دیني عالمانو یوه ډله روانه اونۍ افغانستان ته راشي. راپورونه وايي، دغه څلورکسیز ډله به په کابل او کندهار کې د ا.ا له چارواکو سره وګوري. ویل شوي، چې په دې کتنو کې به د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د وروستیو شخړو، د پاکستان پر شارژدافیر د برید او په پاکستان کې د افغان کډوالو پر ستونزو خبرې وشي. په دې اړه د پاکستان چارواکو او د ا.ا سرپرست حکومت څه نه دي ویلي. بلخوا د پاکستان لپاره د ا.ا شارژدافیر سردار محمد شکیب ویلي چې پر ډیورنډ فرضي کرښه د نورو ستونزو د مخنیوي لپاره د افغانستان او پاکستان ترمنځ یوه ګډه کمېټه جوړه شوې ده. د هغه په وینا تر دې وروسته به هر ډول شخړه او نورې ستونزې د همدې کمېټې له لارې څېړل کېږي.
































