د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا وايي، زرګونه افغان پناه غوښتونکي د خوندیتوب او ښه ژوند په لټه د افغانستان په ګاونډیو هېوادونو کې دي. اوچا پرون پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، د نیول کېدو او اخراج وېرې د ژوند ژغورونکو مرستو ترلاسه کولو لپاره د پناه غوښتونکو مخه نیولې ده. اوچا وايي، د دې لپاره چې په زیانمنو حالاتو کې د پناه غوښتونکو خوندیتوب بهتر شي او باور ایجاد شي، نو د پناه غوښتونکو حقونو ته باید درناوی وشي. د کډوالۍ نړیوال سازمان د افغانستان څانګې بیا د پناه غوښتونکو نړیوالې ورځې په مناسبت د عکسونو د یوه نندارتون له خبر سره لیکلي، هر کال افغانان د شخړو، طبیعي افتونو، اقلیمي بدلون له اغېزو سره مخامخ دي.
































