په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت خبر ورکړی چې په راتلونکو درېیو اونیو کې به یو شمېر افغان زندانیان د پاکستان له بېلابېلو زندانونو څخه ازاد شي. یاد سفارت په خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي چې په دې اړه یې د پاکستان د بهرنیو او کډوالو چارو وزارتونو له مسوولینو سره پرلپسې اړیکې نیولې دي. په خبرپاڼه کې راغلي، د پاکستان د کډوالو او بهرنیو چارو وزارتونو ډاډ ورکړی چې په راتلونکو درېیو اونیو کې به د افغان کډوالو د نیول کېدو په اړه شته ستونزې هوارې شي، سپین ږیري، ماشومان، مېرمنې او یو شمېر ناروغان به ژر تر ژره ازاد او د نورو دوسیې به هم وڅېړل شي. سفارت زیاته کړې چې په تېرو درېیو میاشتو کې د پاکستان په بېلابېلو زندانونو کې د نیول شویو دوه زره افغان بندیانو له ډلې ۵۰۰ تنه خوشي شوي او د پاتې نورو د خوشي کېدو هڅې روانې دي.
































