د سوداګرۍ او صنایعو وزارت شمېرې ښيي چې په تېر کال کې ۱۵۰ بهرنیو پانګوالو په افغانستان کې د پانګونې جوازونه ترلاسه کړي دي. د دغه وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد وايي، اوسمهال د پانګوالو لپاره ډېرې اسانتیاوې برابرې شوي او د چین، روسیې، امریکا، انګلستان او عربي هېوادونو ډېری پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته لېواله دي. د جواد په خبره، دوی د کانونو او برېښنا د تولید په برخو کې پانګونه کړې ده. بلخوا د اقتصاد وزارت وايي، چې د کورنیو او بهرنیو پانګوالو پانګونه د هېواد د اقتصاد په وده او پرمختګ مثبت اغېز لري او د هېوادوالو لپاره د کار زمینه برابروي.
































