د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې د ایران په اړه خپل پرېکړه لیک صادر کړی دی. دغه ادارې له ایران غوښتي چې ددوی څارونکو ته دې د دوو ساحو د لیدنې او څارنې اجازه ورکړي. ویل کېږي چې په دې ټاکل شوو دوو ساحو کې ایران اټومي فعالیتونه ترسره کول. د اټومي انرژۍ نړیواله اداره وایي ایران دې له کوم قید، شرط او ځنډ پرته ژر تر ژره ددوی څېړونکو ته د کار اجازه ورکړي او په اړینو مواردو کې دې بشپړه همکاري ورسره وکړي. دغه سازمان همدا راز ویلي چې د ایران ټول فعالیتونه څاري او له دغه هېواد غواړي چې نړیوالو قوانینو ته په ټولو برخو کې پوره درناوی ولري.
































