د کابينې اقتصادي کمېسيون پرېکړه کړې چې په نيمروز کې د کمال خان بند د کانالونو د رغونې پاتې چارې دې د تړون پر بنسټ د ملي پراختيا شرکت له لوري بشپړې شي. د رياست الوزرا اقتصادي معاونيت په يوه بيان کې ويلي چې د کابينې د اقتصادي کمېسيون غونډه نن د ملا برادر په مشرۍ جوړه شوې وه چې پر یو لړ مهمو اقتصادي موضوعاتو پکې خبرې شوې دي. په بيان کې راغلي چې حکومت به د کمال خان بند د پاتې کارونو تر بشپړېدو وروسته د ځمکو د وېشلو په تړاو پرېکړه وکړي. د کابينې اقتصادي کمېسيون دغه راز د اوبو او انرژۍ وزارت ته دنده سپارلې څو د اوبو د هغو ذخيروي بندونو څېړنه وکړي چې د تخريب له ګواښ سره مخ دي. اقتصادي کمېسيون ويلي چې د ملي بودجې له لارې به د هغو بندونو بيارغونه پيل شي چې د تخريبېدو له ګواښ سره مخ دي.
































