ټاکل شوې چې سبا سې شنبه د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان وضعیت په اړه د امریکا په نیویارک ښار کې غونډه وکړي. د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش به د یوناما له لوري افغانستان کې د جنګي جرمونو مستند شوي راپورونه هم دې غونډه ته وړاندې کړي. نوموړي همداراز افغانستان کې د بشري حقونو نقض په اړه اندېښنه ښودلې او له ا.ا یې غوښتنه کړې چې د سرغړونو مخنیوي، عدالت او د بښنې په تړاو خپلې کړې ژمنې عملي کړي.
































