پاکستاني رسنیو ویلي، چې د دغه هېواد د خیبرپښتونخوا ایالت په شمالي وزیرستان کې د یو برید پر مهال پنځه پاکستاني پوځیان ټپیان شوي دي. رسنیو ویلي چې برید د شمالي وزیرستان د میرامشا او رزمک سیمې پر سړک د پاکستاني ځواکونو د موټرو پر کاروان شوی دی. د راپورونو له مخې بریدګر پر یوه موټرسایکل سپور و او د پوځ له موټرو سره یې نږدې ځان پورې تړلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړې ده. تراوسه د دغه برید مسوولیت کوم چا یا ډلې پر غاړه نه دی اخیستی او نه هم د پاکستان پوځ او د خیبرپښتونخوا ایالت چارواکو په دې اړه څه ویلي دي.
































