په ایران کې معترضانو د مهسا امیني د وژل کېدو په قضیه کې د حکومت پرضد د غوسې د څرګندولو لپاره د خپلو کورونو د کړکیو له شا او د بامونو پر سر اعتراض کوي. په داسې حال کې چې د ایران د حکومت پرضد د اعتراضونو څلورمه میاشت پیل شوې، پر ټولنیزو شبکو د خپرو شویو راپورونو له مخې خلکو پرون د تهران په یو شمېر سیمو کې واټونو او کوڅو ته د راوتلو پر ځای د کړکیو له شا د حکومت پرضد شعارونه ورکول. په عین حال کې د مشهد او کرمانشاه ښار په واټونو کې د خلکو تازه اعتراضونه پرون هم روان وو. ایران کې د پېغلې مهسا امیني د پوره حجاب نه مراعاتولو په پلمه تر نیول کېدو وروسته هغې په توقیف کې سا ورکړه، چې وروسته ګڼو ایراني ولسونو د ایران په بېلابېلو ښارونو کې د حکومت پرضد پراخ اعتراضونه پیل کړي دي.
































