د امریکا د کانګرس ځانګړې کمېټه چې د کانګرس په ماڼۍ د ۲۰۲۱ کال د مخکني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پلویانو د بلوا په هکله څېړنې کوي، پرون یې وړاندیز کړی چې دعدلې وزارت دې ټرمپ محاکمه کړي. دې کمېټې د څه باندې یو نیم کال پلټنو په وروستۍ غونډه کې وویل چې مخکني ولسمشر په غیر قانوني توګه پلان درلود چې د ۲۰۲۰ کال د ولسمشریزو ټاکنو پایلې ونه مني او په واک کې د پاتې کېدو لپاره یې خلک تاوتریخوالي ته هڅولي و. د امریکا په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د استازو مجلس یوې کمېټې چې ۷ ډیموکرتان او دوه جمهوري غوښتونکي یې غړي دي، د رایو په غوڅ اکثریت له څارنوالانو وغوښتل چې د امریکا د مخکني ولسمشر پر ضد څلور تورونه ثبت کړي.
































