پاکستان وايي، له چمن څخه د دیني عالمانو او قومي مشرانو یو پلاوی پرون کندهار ته تللی چې د ا.ا له مشرانو سره پر ډیورنډ فرضي کرښه د شخړو د هواري په اړه خبرې وکړي. پاکستاني رسنیو نن د یوه ځايي چارواکي په قول ویلي چې په دې پلاوي کې چې قاري اسلام عالمیار یې مشري کوي، د چمن د سیمې ۱۶ تنه دیني عالمان او قومي مشران شامل دي. د راپور له مخې، پلاوی به د کندهار له والي حاجي محمد وفا او نورو مشرانو سره د فرضي کرښې په دواړو خواوو کې د نښتو په اړه خبرې وکړي. تېره اوونۍ د سپین بولدک – چمن ترمنځ د دواړو خواوو ترمنځ دوه ځله نښتې وشوې چې په دواړو خواوو کې یې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.
































