برازیل په نړۍ کې دویم داسې هېواد شو چې د کرونا مثبتې پېښې پکې تر یو میلیون اوښتې او لا هم ویروس په چټکۍ پکې د پراختیا په حال کې دی. اټکل کېږي چې د ناکافي طبي ازمویښتونو له امله د مثبتو پېښو شمېر ښايي تر اعلان شوې شمېرې لا ډېر وي. تر برازیل مخکې امریکا کې د کرونا ډېر ناروغان ثبت شوي دي. په امریکا کې اوس مثبتې پېښې ۲۲۹۷۳۳۸ ته رسېدلې دي. همدا راز تر دې دمه ۱۲۱۴۰۷ کسه امریکا کې د کرونا له امله مړه شوي دي. پوهان بیا وایي چې په برازیل کې د کرونا د اوج لپاره لا هم څو اونۍ پاتې دي. د کرونا پراختیا د برازیل پر حکومت نیوکې هم سختې ډېرې کړې دي.
































