د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال دفتر وایي، د یاد ریاست د سوالګرو راټولولو کمېټې تر دې دمه له کابل ښار څخه ۱۹۸۲۷سوالګر راټول کړي. یاد ریاست په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د راټولو شویو سوالګرو له ډلې ۱۱۲۸۵ ښځینه دي چې تر ارزونې وروسته یې ۴۷۳۰ مستحقې او ۶۵۵۵ یې بیا حرفوي سوالګرې پېژندل شوې دي. اعلامیه زیاتوي چې ۱۸۱۲ نور نارینه دي چې تر ارزونې وروسته یې ۶۸۴ مستحق ګڼل شوي او ۱۱۲۸ بیا حرفوي سوالګر دي. په راټولو شویو سوالګرو کې بیا ۶۷۳۰ ماشومان دي چې له ډلې یې ۲۷۳۷ مستحق او ۳۹۳۱ حرفوي او ۶۲ بې سرپرسته ماشومان دي. په اعلامیه کې راغلي چې بې سرپرسته سوالګر ماشومان له بایومیټریک وروسته د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري روزنتون ته داخلېږي او هلته ورته پر اعاشې سربېره د زده کړو او تعلیم زمینه هم برابرېږي.
































