د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، متحده ایالات به تر هغو له ط البانو سره خپلې اړیکې پراخې نه کړي، تر څو دوی له افغانانو سره په خپلو کړو ژمنو عمل نه وي کړی. د طالبانوحکومت له لوری د حدودو جاري کولو پر وړاندې د نړیوال غبرګونونو دوام. په تازه غبرګون کې امریکا ځل بیا ټینګار کړی چې له طالبانو سره هر ډول تعامل به د دوی له لوری د بشري حقونو په برخه کې کړنو ته په کتو ترسره کېږي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډپرایس ویلي، دوی ط البانو ته په ډاګه ویلي، چې له امریکا، په ځانګړي ډول افغانانو سره پر خپلو کړو ژمنو عمل وکړي. خو پرایس ټینګار کوي چې د بشري حقونو په برخه کې د ا.ا کړنو ته په کتو، تر اوسه دوی نه دی توانېدلي چې دا غوښتنې پرځای کړي.
































