د پاکستاني علماوو او سوداګرو یو پلاوی کندهار ته راغلی و او د دغه ولايت له چارواکو سره يې د سپین بولدک- چمن پر شخړې خبرې کړې دي. دغه پلاوي چې ۱۶ کسه ملایان قومي مشران او سوداګر په کې شامل وو، ويلي، چې د تاوتریخوالي پېښې او نښتې د کرښې دواړو غاړو اوسېدونکو او سوداګرو پر زيان دي او باید د تکرار مخنيوی يي وشي. د کندهار ولایت مقام مطبوعاتي مسوول حاجي زید ویلي، د دغه ولایت د والي د مرستیال حيات الله مبارک په مشرۍ ګڼو چارواکو تېره ورځ ناوخته په سپن بولدک ولسوالۍ کې د پاکستاني علماوو او سوداګرو له راغلي پلاوي سره خبرې کړې دي. هغه زياته کړه، په غونډه کې پر ډیورنډ فرضي کرښه د تاوتریخوالي او نښتو پر وروستيو پېښو هر اړخيز بحث وشو. د هغه په وینا د پاکستاني علماوو او سوداګرو غوښتنه دا وه چې پر ډیورنډ کرښه هېڅ کله تاوتریخوالی او جګړه رامنځته نه شي، ځکه هلته ټول خلک مسلمانان یو قوم او يو ټبر دي.
































