د کډوالو چارو سرپرست وزیر له کاونډیو هېوادونو غوښتنه وکړه چې په زور د افغانانو له ايستلو ډډه وکړي او هم دې له اصولو سره سم حقوق وركري. په کابل کې نن د کډوالو وزارت د مرکزي او ولايتي واحدونو ترمنځ د همغزی ستراتیژیکه ناسته پیل شوه چی دوه ورځي به دوام وکړي. په یاده غونډه کي د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر خليل الرحمن حقاني وويل چې د گاونډیو هېوادونو ترڅنګ دې نور هېوادونه هم افغان کډوالو ته د هغوی حقوق وركري هغه زياته کړه، په افغانستان کي ژمی دی ستونزي زياتې دي، ګاونډيان او نور هېوادونه دې په زور د افغان کډوالو له ايستلو ډډه وکړي. دغه راز نوموړي له ګاونډیو هېوادونو غوښتنه وکړه چي يو څه وخت دې نور هم افغان کډوال وزغمي، ښه چلند دې ورسره وکړي او د کار، زده کړو، روغتیا او په نورو برخو کې دې ورته اسانتیاوې برابری کری. حقاني له هغو هېوادونو چي د اسناد نه لرلو په تور یي افغانان بندیان کړي. غوښتنه وکړه چې دغه افغانان بيرته ازاد کړي.
































