روغتیا وزارت وایي، تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بیلابیلو ولایتونو کې د کرونا ویروس ۵۴۶ نورې مثبتې پیښې ثبت شوې دي. د یادو پېښو په ثبتېدو سره پر کرونا وبا د اخته کسانو ټول شمېر ۲۸ زره او ۴۲۴ ته پورته شوی دی. د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، په همدې موده کې پر یاد ویروس اخته ۲۱ کسان مړه شوي او ۳۳۰ نور بیا بېرته تر درملنې وروسته روغ شوي دي. د روغتیا وزارت په وینا، تر اوسه په ټول هېواد کې د کرونا له امله د مړه شویو کسانو شمېر ۵۶۹ او د بېرته رغېدلیو هغه بیا اته زره او ۲۹۲ کسانو ته رسېدلی دی.
































