د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د افغانستان په پوهنتونونو کې د نجونو پر تحصیل د ا.ا بندیز د اندېښنې وړ اقدام بللی دی. د ګوترېش ویاند سټیفان دوجاریک په یوه بیان کې چې نن خپور شو ویلي دي چې، ګوترېش د افغانستان له واکمنو غوښتي چې د تعلیم په ټولو سطحو کې د خلکو لپاره امکانات یقیني کړي. د دوجاریک په وینا د ملګروملتونو سرمنشي ټینګار کړی چې د ښځو او نجونو د تعلیم مخنیوی نه یوازې د نجونو او ښځو د حقونو سرغړونه ده، بلکې د افغانستان پر راتلونکې به هم ناوړه اغېز ولري. له دې مخکې د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د مرستندوی ماموریت یا یوناما مرستیال رامز الاکبروف هم د ا.ا دا اعلان د اندېښنې وړ بللی و. هغه پر ټویتر لیکلي چې تحصیل د انسانانو اساسي حق دی او زیاتوي چې د ښځو پرمخ د تحصیل د دروازې تړل د افغانستان د پرمختګ د دروازې بندول دي.
































