د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د ادارې مرستیال مارټین ګریفتس د افغانستان روان وضعیت ناوړه بللی دی. نوموړي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډې ته یې د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې کولې وویل چې ۹۷ سلنه افغانان په فقر کې ژوند کوي، له دریو څخه دوه برخې د خپلې بقا لپاره نړیوالو بشر دوستانه مرستو ته اړتیا لري. شل میلیونه نفوس له جدي لوږي سره مخ دي، نیم نفوس پاکو صحي اوبو او روغتیایي خدماتو ته ضرورت لري او یو اعشاریه یو میلیون نجونې ښوونځي ته له تګ څخه منع شوي دي. د ملګرو ملتونو دغه چارواکي وویل چې د افغانستان کابو اوه میلیونه نفوس په ګاونډیو هیوادونو کې ژوند کوي او ۳.۴ میلیونه نور افغانان د خپل هیواد په داخل کې بیځایه شوي دي. هغه زیاته کړه، افغانستان د اوږدو جګړو، فقر او اقتصادي رکود تر څنګ یاد هیواد د اقلیمي مشکلاتو او وچکالۍ څخه هم ځوریدلی دی او دا کار د خلکو د بیځایه کیدو، د مختلفو ناروغیو د خپریدو لامل شوی دی. د هغه په وینا د ژمي سړه هوا بل مشکل دی چې افغانان ورسره لاس او ګریوان دي. ګریفتس زیاته کړه د پیسو لیږد او بشري مرستې د افغانستان د مشکل د هواري اوږدمهاله لار نده خو ددې مرستو بندیدل او کمېدل به ناوړه پایلې ولري.
































