په ملګرو ملتونو کې د چین دایمي استازي ژانګ ژون د امنیت شورا غونډه کې له ا.ا وغوښتل چې په افغانستان کې د بهرنیو دیپلوماتانو امنیت ټینګ کړي. دغه چیني چارواکي وروسته له هغه دا څرګندونې وکړې چې وسله والو بریدګرو تېره اونۍ په کابل کې پر یو هوټل چې چیني اتباع پکې اوسیدل برید وکړ. ژانګ ژون همدارنګه وویل چې نړیواله ټولنه باید دوه ګونی معیار یوې خوا پریږدي او له افغانستان سره د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې مرسته وکړي څو یاد هیواد یو ځل بیا د ترهګرو ډلو په پټنځای بدل نشي.
































