وروسته تر هغه چې د پاکستان ولسمشر عارف علوي د یاد هېواد د سترې محکمې رییس پاییز عیسی په بهر کې په دوسیې لرلو تورن کړ او د هغه پر ضد یې یوه دوسیه قضایي شورا ته ولېږله، د یاد هېواد د حکومت مخالفو سیاسي ګوندونو دا دوسیه یوه دسیسه بللې او پر لومړي وزیر عمران خان او عارف علوي یې غږ کړی دی چې ژر تر ژره استعفا ورکړي. دوی د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې حکومت تل د پاکو خلکو خلاف عمل کړی دی او دا چاره په پاکستان کې د مرکزي حکومت د بې باورۍ لامل شوې ده. دوی ټینګار کړی دی چې د عیسی پر ضد د جوړې شوې دوسیې تر څېړلو مخکې باید دواړه لوړ پوړي چارواکي استعفا ورکړي ګنې دوی به وړاندې تر دې سختې پرېکړې وکړي.
































