د امریکا د ملي امنیت پخواني سلاکار جان بولټون په خپل تازه چاپېدونکي کتاب کې چې امریکا کې یې ډېر جنجالونه هم راپارولي دي لیکلي، ټرمپ د خپلې لور ایوانکا ټرمپ د ژغورنې له امله په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د جمال خاشقجي د بې رحمانه وژنې په قضیه کې د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان دفاع وکړه. د میډل ایسټ ورځپاڼې د راپور له مخې، ټرمپ سره له دې چې پوهېده محمد بن سلمان په ترکیه کې د سعودي خبریال جمال خاشقجي په وژنه کې لاس لري بیا یې هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د بن سلمان دفاع وکړه او لامل دا وو چې نوموړی د خپلې لور ایوانکا ټرمپ د قضیې په اړه د خلکو ذهنونه منحرف کړي. راپور کاږي، د خاشقجي له وژنې سره هممهاله د ایوانکا هغه ایمیلونه هم رسوا شول چې له خپل شخصي ایمیل څخه یې د سپینې ماڼۍ سلاکارانو ته استولي وو. د یادونې ده چې دغو ایمیلونو د فدرال ادارې قوانین نقض کړي وو او باید محکمې ته معرفي شوې وای.
































