د راپورونو له مخې امریکا به اوکراین ته د پټریوټ په نوم خپل ترټولو پرمختللی هوايي دفاعي سیستم ورکړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وویل چې د دې مرستې یوه برخه کې د لومړي ځل لپاره د پیټریوټ هوايي دفاع سیستم شامل دی چې کولی شي کروز توغندي، لنډ واټن ویشتونکي بالستیک توغندي او همدارنګه په لوړه فضاء کې الوتکې په نښه کړي. هغه زیاته کړه چې اوس به واشنګټن یو له دغو ګرځنده توغندیو دفاعي سیستم کیيیف ته ورکړي. د یادونی وړ ده، چې له دې نوې پوځي مرستې سره به له روسيې سره د اوکراین د شخړې له پيل راهيسې له دې هېواد سره د امريکا د ټولو پوځي مرستو کچه ٢١.٣ ميليارد ډالرو ته ورسېږي.
































