د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان ویلي چې د پوځ پخواني مشر جنرال باجوه هغه ظلم وکړ، چې یو دښمن یې هم پاکستان سره نه کوي. نوموړي دا څرګندونې په لاهور کې د خپلو پلویانو یوې اعتراضیه غونډې ته د ویډیو له لارې کړې دي. هغه زیاته کړه، چې پاکستان کې اداري فساد خپل اوج ته رسیدلی و او هغه مهال جنرال د مفسدینو په ملاتړ دده حکومت ړنګ کړ. نوموړي ادعا وکړه، چې د پاکستان ځینې پټ لاسونه دده ګوند او دی له منځه وړل غواړي. عمران خان د پاکستان د ټولو ستونزو هواری په ازادو ټاکنو کې ګوري او یو ځل بیا یې ژر تر ژره په ټول هېواد کې د پارلماني ټاکنو غوښتنه وکړه. خو د پاکستان رسنۍ او سیاسي شنونکي بیا وایي چې عمران خان د پاکستان د هغه مهال د پوځ مشر جنرال باجوه لخوا واک ته رسول شوی و او دده د بریا لپاره یې په ټاکنو کې درغلۍ کړې وې. د یادونې وړ ده چې جنرال باجوه اوس تقاعد شوی دی.
































