پخواني ولسمشر حامد كرزي په کابل کې د جاپان له سفیر تاكاشي اوكادا سره وليدل. د دغې ليدنې په اړه د حامد کرزي په ټویټرپاڼه کې لیکل شوي چې دواړو لورو د افغانستان په روانو حالاتو د خبرو تر څنګ د نجونو د پوهنتونونو، ښوونځيو او ښوونیزو مرکزونو د دروازو تړل کېدو له امله خواشیني وښودله او د هغو پر ژر پرانیستلو يي ټينګار وکړ. سرچینه زیاتوي حامد کرزي له افغانانو سره د چاپان له همکاریو د مننې په لړ کې په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره د جاپان له دوامداره هڅو قدرداني وكړه. دغه راز کرزي په هېواد کې د سولې او دايمي ثبات د ټینګښت يواځينۍ لار ملي اجماع وګڼله او د هغې پر ژر پيلېدو یې ټينګار وکړ.
































