د لوړو زده کړو سرپرست وزیر وايي چې په تېرو ۱۴ میاشتو کې د اناثو د زده کړو په ډګر کې منکرات موجود و او له همدې امله یې پوهنتونونو کې د زده کړو د ځنډلو پرېکړه کړې ده. نوموړي دا څرګندونې تېره شپه له ملي ټلويزيون سره په يوه ځانګړې مرکه کې وکړې او وې ویل چې تېر کال د نوي حکومت له راتک څخه تر دې دمه يې پوهنتونونو کې د اصلاح لپاره صبر وکړ، خو دا چې دغه ستونزې حل نه شوې؛ نو د نجونو پر تحصیل یې د بندېز پرېکړه وکړه. هغه زیاته کړه په پوهنتونونو کې د ليليو او دغو ليليو ته د نورو ولایتونو څخه د نجونو ورتګ کې هم ستونزې وې ځکه پر لاره ورسره د سفر کولو پر مهال محرم کس نه و. ده زیاته کړه چې دغه راز پوهنتونونو ته د هلکانو او نجونو ګډ تګ راتګ لا هم نه وو بند شوی. دی وايي چې په پوهنتونونو کې د نصاب ستونزې هم وې. د نوموړي په وينا، نجونې کولى شي مدرسو ته ولاړې شي، تر اوسه د مدرسو په اړه کومه پرېکړه نه ده شوې که هلته دغه ستونزې پيدا شي هغه به هم وتړل شي. ده وویل یادو ستونزو ته د بنسټيز حل په لټه کې دي او د حل لار ورته پیدا كوي. د هغه په وینا، دوی له افغان ښځو او زده کړو سره ستونزه نه لري او هر کله چې دغه ستونزې حل شي نو د پوهنتونونو دروازې به بېرته خلاصي کړي. شیخ ندیم پر نړیوالو غږ وکړ چې د دوی په داخلي چارو کې دې کار نه لري.
































