د افغانستان لپاره دامریکا د سفارت شارژدافیره کرن ډېکر د افغانستان سرپرست حکومت لخوا د نجونو پر زده کړو د بندیز په اړه وايي چې دوی به افغانانو سره بشري مرستو ته ادامه ورکوي، ځکه امریکا له بشري مرستو د وسلې په توګه کار نه اخلي. نوموړې دا څرګندونې په قطر کې د خپل سفارت له دفتر څخه په آن لاین ډول د افغانستان د يو شمېر رسنيو له خبریالانو سره د خبرو پر مهال وکړې. هغې زياته کړه چې له تېرو څو مياشتو راهیسې یې پنځو هېوادونو ته سفر وکړ، له مېشتو افغانانو او د دغو هېوادونو له چارواکو سره د افغانستان پر وروستیو حالاتو يې خبرې وکړې. مېرمن کرن ډېکر وویل، په دې لیدنو کتنو کې يې په ډاګه کړه، چې امریکا نور په افغانستان کې د وسله والې مبارزې ملاتر نه کوي ځکه چې افغانستان نور د جګړو او شخړو تاب نه لري. هغې په افغانستان کې د تېرو ۲۰ کلونو پر مهال په بېلابېلو برخو کې د خپل هېواد د همکاریو او مرستو یادونه وکړه او وې ويل چې د بنسټیزو پروژو بشپړولو ته يې ډېره پاملرنه کړې وه.
































