د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وایي، هغه څه چې ط البانو کړي، د دې هڅه ده چې افغان نجونې تیاره راتلونکې ولري او له فرصتونو بې برخې وي. بلېنکن دغه څرګندونې د ط البانو له لوري له لوړو زده کړو څخه د نجونو د منع کېدو په غبرګون کې پرون په واشنګټن کې وکړې. بلېنکن زیاته کړه چې ط البان هڅه کوي چې له نړیوالې ټولنې سره اړیکې ښه کړي او دوی ورته اړتیا هم لري، خو د ده په خبره که ط البان هغو کړو وړو ته چې اوس یې کوي، دوام ورکړي، له نړۍ سره به یې اړیکې ښې نه شي. هغه وویل، پر نجونو د زده کړې بندیز نه یوازې امریکا بلکې د اسلامي هېوادونو په ګډون د نړۍ ډېرو هېوادونو غندلی دی.
































