د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د پولیسو پر یوې پوستې برید شوی دی. د لومړنیو معلوماتو له مخې، په دغه برید کې د یوه پولیس په ګډون درې تنه وژل شوي او شپږ نور ژوبل دي. د اسلام اباد د پولیسو مشر سهیل ظفر چټه وايي، دا پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه چې په ای-۱۰ څلورم سیکټر سیمه کې پولیسو یو شکمن ټيکسي تلاشۍ ته ودراوه. د چټه په خبره، لا پولیس د موټر پر پلټلو لګیا وو چې په موټر کې یوه ناست کس چاودنه رامنځ ته کړه. دی وايي، له دې سره په موټر کې ناسته یوه ښځه او پخپله ځانمرګي بریدګر ځای پر ځای ووژل شول او تر څنګ یې تلاشي کوونکی پولیس هم له منځه لاړ او څلور نور امنیتي کسان ژوبل شول.
































