سختو بادونو، بارانونو او واورو په امریکا کې ګډوډي رامنځته کړې، د الوتکو په زرګونو پروازونه لغو شوي او ګڼې لویې لارې د ترافیکو پرمخ تړل شوې دي. د امريکا د هوا پېژندنې ادارې د راپور له مخې، په ځينو ځايونو کې د تودوخې درجه د سانتي ګراد په کچه له منفي څلورو درجو څخه ښکته ښودل شوې ده. د ژمي سختې یخنۍ چې د بادونو او سختو بارانونو سره مل ده، ۲۴۰ میلیونه امریکایان متاثره کړي دي. د راپورونو له مخې پرون د امریکا په سویلي او ختیځو ایالتونو کې تر یو میلیونه زیات خلک له برېښنا بې برخې وو. د پروازونو د خبرتیا وېبپاڼې د معلوماتو له مخې، پرون په ټوله امریکا کې تر ۳۵۲۰ ډېرې الوتنې لغوه شوې او ۱۹۰۰ پروازونه ځنډول شوي دي.
































