د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکی ریچارډ بېنېټ د هغو کسانو د سملاسي خوشي کولو غوښتنه کړې، چې د نجونو او ښځو پر مخ د پوهنتونونو دروازو تړلو پر ضد د احتجاج له کبله نیول شوي دي. بېنېټ په یوه ټویټر پیغام کې لیکلي، د بیان له ازادۍ او غونډو انکار د بشري حقونو د کړکېچ زیاتوالي لامل کېږي. نوموړی وايي، ټول نیول شوي کسان دې خوشې او د زده کړو بهیر دې بېرته پيل شي. د ا.ا د هغې پرېکړې وروسته چې تر امر ثاني پورې یې د نجونو او ښځو پر مخ د پوهنتونونو او تعلیمي موسسو دروازې وتړلې، په کابل، ننګرهار او ځینو نورو ولایتونو کې ځینو محصلینو احتجاجي لاریونونه وکړل.
































