د کډوالۍ نړیوال سازمان د نجونو د پوهنتونونو د بندولو په برخه کې د ا.ا وروستۍ پرېکړه غندلې او ویلي یې دي چې دا په دې هېواد کې د ښځو پر زده کړو او کار سیستماتیک محدودیت او د ښځو د حقونو سرغړونه ده. دغه سازمان د ا.ا له چارواکو څخه غوښتنه کړې چې په دې اړه خپله پرېکړه بدله کړي څو دا خبره یقیني شي چې ټولې افغان نجونې او ښځې زده کړې کولی شي. د کډوالۍ سازمان همداراز اندېښنه ښودلې چې په تېرو څو میاشتو کې افغان مېرمنې له خپلو حقونو څخه بې برخې شوي او پر وړاندې یې تاوتریخوالی زیات شوی دی. دې سازمان د افغانستان په ګډون د نړۍ په هر هېواد کې د ښځو او نجونو ونډه مهمه او حیاتي بللې ده.
































